7 هغۀ يوآب (چې د هغۀ مور ضروياه وه) او د ابياتار اِمام سره خبره وکړه او هغوئ په دې راضى شول چې د هغۀ د خبرې ملګرتيا وکړى.
کله چې ابىسلوم نذرانې پېش کولې نو هغۀ اخىتُفل جلونے هم راوغوښتو څوک چې د داؤد مشير وو، چې د خپل ښار جلوه نه راشى. د بادشاه خِلاف منصوبه مضبوطه شوه او د ابىسلوم کسان زياتېدل.
صدوق او ابياتار اِمامان به هلته وى، چې تۀ د بادشاه په محل کښې څۀ هم اورې نو هغوئ ته وايه.
يوآب د اِسرائيلو د لښکر مشر وو، د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو،
سِوا د دربار منشى وو، صدوق او ابياتار اِمامان وُو،
يوآب د لښکر مشر وو چې د هغۀ مور ضروياه وه، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ما ته دا څنګه وائې چې ابىشاګ ادونياه له ورکړم؟ کېدے شى دا هم راته ووائې چې هغۀ له تخت هم ورکړه، ځکه چې هغه خو زما مشر ورور دے او ابياتار اِمام او يوآب د هغۀ په طرف دى.“
داؤد وفرمائيل، ”کوم يو سړے چې اول په يبوسيانو حمله وکړى نو هغه به د لښکر مشر وى.“ يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ اول حمله وکړه او هغه د لښکر مشر شو.
د اخىتُفل د مرګ نه پس، ابياتار او د بناياه زوئ يهويدع مشيران جوړ شول. يوآب د شاهى فوج مشر وو.
د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.