53 سليمان بادشاه ادونياه راغوښتو او د قربانګاه نه راکوز کړے شو. ادونياه بادشاه له لاړو او د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ کور ته ځان ورسوه.“
په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.
خو بادشاه حُکم وکړو چې ابىسلوم دې په محل کښې نۀ اوسيږى. بادشاه وفرمائيل، ”زۀ د هغۀ ليدل نۀ غواړم.“ نو ابىسلوم په خپل کور کښې اوسېدو او د بادشاه مخې له به نۀ راتلو.
ابىسلوم په يروشلم کښې دوه کاله اوسېدو او د بادشاه په مخکښې نۀ حاضرېدو.
نو يوآب داؤد بادشاه له لاړو او چې ابىسلوم څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. بادشاه ابىسلوم راوغوښتو، هغه ورله راغلو او د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو. نو بادشاه ابىسلوم ښکل کړو.
بتسبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“
بتسبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“
سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“
کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو،
نو بادشاه سِمعى راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته په يروشلم کښې د ځان دپاره کور جوړ کړه. په هغې کښې اوسېږه او د دې ښار نه چرته هم مۀ ځه.
زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،