52 سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“
هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې تۀ به هيڅ څوک نۀ پرېږدې چې زما د زوئ نه د مرګ بدل واخلى، زۀ نۀ غواړم چې نوره وينه توئ شى.“ نو داؤد ورته وئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې ستا د زوئ يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى.“
سليمان بادشاه خبر شو چې ادونياه د هغۀ نه ويرېدو او د قربانګاه ښکر يې ونيول او ادونياه وئيل، ”وړومبۍ خبره دا ده چې سليمان بادشاه ما ته قسم وکړى چې هغه به ما نۀ وژنى.“
سليمان بادشاه ادونياه راغوښتو او د قربانګاه نه راکوز کړے شو. ادونياه بادشاه له لاړو او د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ کور ته ځان ورسوه.“
هغوئ تيارۀ ته د تلو همت نۀ شى کولے، د هغوئ ژوند هر وخت په خطره کښې وى.
صداقت د نېکو خلقو لارې ساتى، خو شرارت بدعمله تباه کوى.
صادقه خُدائ هغه هر څۀ وينى کوم چې د بدکاره په کور کښې کيږى، او په بدکاره به هغه تباهى راولى.
خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى.
خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى،
نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“
خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.