51 سليمان بادشاه خبر شو چې ادونياه د هغۀ نه ويرېدو او د قربانګاه ښکر يې ونيول او ادونياه وئيل، ”وړومبۍ خبره دا ده چې سليمان بادشاه ما ته قسم وکړى چې هغه به ما نۀ وژنى.“
ادونياه چې د سليمان نه سخت په يره کښې وو، هغه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تېز لاړو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره د قربانګاه ښکر يې ونيول.
سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“