49 بيا د ادونياه ټول مېلمانۀ ويرېدل، هغوئ پاڅېدل او لاړل، هر يو په خپله مخه لاړو.
او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“
ادونياه چې د سليمان نه سخت په يره کښې وو، هغه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تېز لاړو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره د قربانګاه ښکر يې ونيول.
زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،
ځکه چې دا دواړه به ناڅاپه تباهى ورنازله کړى نو څوک د دې اندازه لګولے شى چې څۀ قسمه تباهى به په دوئ راولېږى؟
بدکاران هيڅ بېهيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.