Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:47
9 Iomraidhean Croise  

يعقوب ورته وفرمائيل، ”زما سره لوظ وکړه چې تۀ به هم دغه شان وکړې.“ نو يوسف ورسره لوظ وکړو. او يعقوب د خپل کټ په سر باندې سجده وکړه.


نو داؤد د جبعون خلق راوغوښتل او هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ ستاسو دپاره څۀ وکړم؟ تاسو سره چې کومه غلطى شوې وه نو زۀ د هغې تاوان درکول غواړم، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د خلقو دپاره برکت وغواړئ.“


نو هغۀ خپل زوئ يورام بادشاه داؤد له ولېږلو او په هدد‌عزر باندې د فتحې مبارکى يې ورکړه، چې د هغۀ خِلاف توعى څو ځلې جنګ کړے وو. يورام داؤد له تُحفې يوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.


بادشاه سلامت، څنګه چې مالِک خُدائ ستا مل دے نو د سليمان دې هم مل شى او د هغۀ بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره کړى.“


نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.


خپلې ګډې، چېلۍ او څاروى د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او زما د برکت دپاره هم دُعا وکړئ.“


”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“


هم د ايمان په وسيله يعقوب چې کله مړ کېدو د يوسف وړو زامنو ته يې برکت ورکړو او د خپلې امسا په سر يې د تکيه کولو سره سجده وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan