46 نو سليمان اوس بادشاه شوے دے او د بادشاهۍ په تخت ناست دے.
داؤد بادشاه له فوراً لاړه شه او تپوس ترې نه وکړه چې، بادشاه سلامت، تا زما سره دا پوخ لوظ نۀ وو کړے څۀ چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه جوړوې؟ نو دا ادونياه ولې بادشاه شو؟“
مالِک خُدائ زۀ د خپل پلار داؤد په تخت مقرر کړے او کښېنولے يم، هغۀ خپله وعده پوره کړې ده او ما او زما اولاد له يې بادشاهى راکړې ده. زۀ په مالِک خُدائ قسم کوم چې نن به ادونياه وژلے شى.“
نو سليمان د خپل پلار داؤد نه پس په هغه تخت باندې کښېناستو کوم چې مالِک خُدائ قائم کړے وو. هغه يو کامياب بادشاه وو او د بنى اِسرائيلو ټول قوم هغه منلو.
مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى، ”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.
زۀ به شاهى تختونه اولټه کړم او د پردو حکومتونو طاقت به ختم کړم. زۀ به جنګى ګاډۍ او د دې چلوونکى په بل مخ واړوم، آسونه او د دې سوارۀ به يو بل ووژنى.