Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45 صدوق او ناتن هغه د جيحون چينې سره د بادشاه په توګه مقرر کړو. بيا هغوئ ښار ته لاړل، د خوشحالۍ نه يې دا چغې وهلې چې اوس خلق په جوش کښې دى. دا هغه شور دے چې تۀ يې اورې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:45
7 Iomraidhean Croise  

بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله.


هغۀ صدوق، ناتن، بناياه او شاهى محافظان راوغوښتل چې د هغۀ ملګرتيا وکړى. هغوئ هغه د بادشاه په قچره باندې سور کړو،


خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے.


څۀ خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او څۀ خلقو ژړا کوله، او هغوئ دومره شور کولو چې تر لرې لرې پورې اورېدلے شو او هيچا ته پته نۀ لګېده چې څوک ژاړى او څوک خوشحاله دى.


هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”هغه د چا په شان دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”يو بوډا سړے راروان دے او چُوغه يې اغوستې ده.“ نو ساؤل ته پته ولګېده چې دا سموئيل دے او هغه د عزت نه زمکې ته ټيټ شو.


کله چې د لوظ صندوق راورسېدو، نو بنى اِسرائيلو د خوشحالۍ نه دومره لويه چغه ووهله چې زمکه وخوځېدله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan