42 هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“
نو هغۀ صدوق ته داسې وئيل، ”ګوره، خپل زوئ اخيمعض او د ابياتار زوئ يونتن د ځان سره کړه او په خېر سره واپس ښار ته لاړ شئ.
د هغوئ زامن اخيمعض او يونتن د هغوئ سره دى، هغوئ د هغه ټولو معلوماتو سره ما له راولېږه چې تا راجمع کړى وى.“
د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عينراجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل.
محافظ ووئيل، ”هغه وړومبے سړے داسې منډې وهى لکه چې اخيمعض وى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغه ښۀ سړے دے او هغه به يو ښۀ زېرے راوړى.“
کله چې ادونياه او د هغۀ ټولو مېلمنو روټۍ ختموله، نو هغوئ شور واورېدو. او کله چې يوآب د بيګل آواز واورېدو نو تپوس يې وکړو، ”په ښار کښې د دې شور څۀ مطلب دے؟“
يونتن ورته ووئيل، ”نه، دا خبره نشته داؤد سليمان بادشاه جوړ کړے دے.
اخىاب يهوسفط ته ووئيل، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې هغه زما دپاره ښۀ پېشګوئې نۀ اوروى؟ د هغۀ پېشګوئې تل بده وى.“
يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“
زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“