Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:39
16 Iomraidhean Croise  

هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد.


چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زنده‌باد.


بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله.


هغۀ ورته ووئيل، ”تا ته پته ده چې بادشاهى زما حق وو او ټولو بنى اِسرائيلو غوښتل چې زۀ بادشاه جوړ شم. خو خبره بدله شوه او زما ورور بادشاه شو، ځکه چې دا د مالِک خُدائ مرضى وه.


بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زنده‌باد.“


هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“


په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د قبيلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ملا وتړه او رامات‌جِلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه،


نو سمدستى د ياهُو ملګرو آفسرانو خپلې چُوغې د پوړۍ دپاسه خورې کړې چې ياهُو ورباندې ودريږى، بيګلې يې وغږولې او چغه يې کړه، ”ياهُو بادشاه دے.“


چې هغوئ د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک څښاک وکړو نو په هغه ورځ هغوئ ډېر خوشحاله وُو. هغوئ په دوېم ځل سليمان بادشاه جوړ کړو. هغوئ د مالِک خُدائ په نوم سليمان د بادشاه په توګه او صدوق د اِمام په توګه مقرر کړو.


بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې د هغۀ په سر کېښودو او هغۀ له يې د احکامو کِتاب ورکړو. نو هغه بادشاه شو. يهويدع اِمام او د هغۀ زامنو د مقررولو د نښې په طور د يوآس سر په تېلو غوړ کړو او ټولو چغه ووهله، ”بادشاه زنده‌باد!“


هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“


ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو. ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.


د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.


سموئيل خلقو ته وفرمائيل، ”هغه سړے دا دے کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زمونږ په مينځ کښې د هغۀ په شان بل هيڅ څوک هم نشته.“ نو ټولو خلقو چغه کړه، ”بادشاه زِنده‌باد.“


سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan