Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زنده‌باد.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:34
24 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابى‌سلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“


بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،


نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد.


په هغۀ پسې واپس دلته راشئ چې کله هغه زما په تخت باندې د کښېناستو دپاره راځى. هغه به زما نه پس بادشاه وى، ځکه چې هغه ما خوښ کړے دے چې د اِسرائيل او يهوداه بادشاه شى.“


صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“


د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيل‌محوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه.


بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زنده‌باد.“


هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“


نو سمدستى د ياهُو ملګرو آفسرانو خپلې چُوغې د پوړۍ دپاسه خورې کړې چې ياهُو ورباندې ودريږى، بيګلې يې وغږولې او چغه يې کړه، ”ياهُو بادشاه دے.“


د لوښى دا تېل د هغۀ په سر باندې واچوه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ دا اِعلان کوى چې هغه تا د اِسرائيل بادشاه مقرروى. بيا دروازه کولاو کړه او زر زر وتښته.“


نو هغوئ دواړه دننه لاړل او هغه زلمى پېغمبر د ياهُو سر د زيتُونو په تېلو غوړ کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا اِعلان کوى چې زۀ تا په خپلو خلقو اِسرائيل باندې بادشاه مقرروم.


بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې د هغۀ په سر کېښودو او هغۀ له يې د احکامو کِتاب ورکړو. نو هغه بادشاه شو. يهويدع اِمام او د هغۀ زامنو د مقررولو د نښې په طور د يوآس سر په تېلو غوړ کړو او ټولو چغه ووهله، ”بادشاه زنده‌باد!“


تۀ د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت کوې، نو ځکه خُدائ پاک، ستا خُدائ پاک تۀ د خوشحالۍ په تېلو مسح کړے يې. او تۀ يې په خپلو دوستانو کښې اوچت کړے يې.


ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو. ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.


د هغۀ د نسل سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى. زما په وړاندې به د هغۀ تخت لکه د نمر په شان قائم وى.


مالِک خُدائ خپل غوره کړے شوے خادِم خورس ته فرمائى، ”ما ستا ښے لاس نيولے دے، نو ځکه چې تۀ هر چرته ځې هلته به قومونه ستا تابع کړم، د بادشاهانو زور به ختم کړم، د ښارونو دروازې به ستا دپاره کولاو کړم او بندوم به يې نه.


چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.


بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


سموئيل خلقو ته وفرمائيل، ”هغه سړے دا دے کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زمونږ په مينځ کښې د هغۀ په شان بل هيڅ څوک هم نشته.“ نو ټولو خلقو چغه کړه، ”بادشاه زِنده‌باد.“


يَسى قربانۍ له راوغواړه او زۀ به تا ته ووايم چې څۀ به کوې. زۀ چې کوم سړے درته ښايم نو د نښې په طور به تۀ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړې چې بادشاه جوړ شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan