27 بادشاه سلامت، تا د دې مېلمستيا اجازت ورکړے دے؟ خپلو وزيرانو او آفسرانو ته دې هم ونۀ وئيل چې ستا نه پس به بادشاه څوک وى؟“
بيا هغۀ وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تا دا اِعلان کړے دے چې ستا نه پس به ادونياه بادشاه وى؟
خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو.
داؤد بادشاه وفرمائيل، ”بتسبع ته ووايئ چې دننه راشى.“ نو راغله او د هغۀ په مخکښې ودرېده.
خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“
کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.