26 خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو.
او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.
يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“
د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،
د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.
خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.
هغۀ د ډېرو غوَيانو، ګډو او څربو سخو قربانى پېش کړې ده او هغۀ ستا زامنو، ابياتار اِمام او ستا د لښکر مشر يوآب له د مېلمستيا دعوت ورکړے دے، خو هغۀ ستا زوئ سليمان له دعوت نۀ دے ورکړے.
بادشاه سلامت، تا د دې مېلمستيا اجازت ورکړے دے؟ خپلو وزيرانو او آفسرانو ته دې هم ونۀ وئيل چې ستا نه پس به بادشاه څوک وى؟“
خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو.
نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.