24 بيا هغۀ وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تا دا اِعلان کړے دے چې ستا نه پس به ادونياه بادشاه وى؟
بادشاه خبر شو چې پېغمبر هلته دے، ناتن لاړو او د بادشاه په مخکښې ټيټ شو او پړمخې پرېوتو.
هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زندهباد.
چې ابىسلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى.