2 خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او تا به ګرم ساتى.“
نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“
خو د غريب سره صِرف يوه ګډورۍ وه، کومه چې هغۀ اخستې وه. هغۀ د دې خيال ساتلو او هغه د هغۀ په کور کښې د هغۀ د ماشومانو سره لويه شوه. هغې له به يې د خپل خوراک نه خوراک ورکولو او په خپل جام کښې به يې څښلو ته پرېښوده او په خپله غېږه کښې به يې نيوله. ګډورۍ د هغۀ دپاره د لور په شان وه.
داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.
هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابىشاګ وو او بادشاه له يې راوستله.
زما زامنو وخت مۀ ضائع کوئ. تاسو هغه څوک يئ چې مالِک خُدائ د دې دپاره خوښ کړى يئ چې هغۀ ته خوشبوئى وسوزوئ او د هغۀ په عبادت کښې د خلقو مشرى وکړئ.“
نو د بادشاه خادِمانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”مونږ به ستا دپاره يو څو ښائسته ناوادۀ شوې پېغلې ولټوُو.
هم داسې، کۀ يخنى وى او دوه کسان يو ځائ څملى نو ګرم به شى، خو يو کس به يواځې څنګه ځان ګرم کړى؟
په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.
په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.
کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.