Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم زما سره پوخ لوظ کړے وو چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه وى او ستا په تخت باندې به ناست وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:17
7 Iomraidhean Croise  

نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“


داؤد بادشاه له فوراً لاړه شه او تپوس ترې نه وکړه چې، بادشاه سلامت، تا زما سره دا پوخ لوظ نۀ وو کړے څۀ چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه جوړوې؟ نو دا ادونياه ولې بادشاه شو؟“


او ناتن دا هم وفرمائيل، ”چې کله تۀ د داؤد بادشاه سره خبرې کوې، نو زۀ به درشم او ستا ټولې خبرې به رښتيا کړم.“


بت‌‌سبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“


خو ګوره، ادونياه بادشاه شوے دے او صاحِبه، تۀ د دې نه خبر هم نۀ يې.


نن به زۀ تا سره هغه لوظ پوره کوم چې ما درسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کړے دے، چې ستا زوئ سليمان به زما نه پس هم نن د بادشاهۍ په تخت کښېنى.“


لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan