Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 بت‌‌سبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:16
10 Iomraidhean Croise  

نو بت‌‌سبع د بادشاه مِلاوېدو له د بادشاه کوټې ته ورغله. هغه ډېر بوډا شوے وو او شونيمى ښځې ابى‌شاګ د بادشاه خِدمت کولو.


هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم زما سره پوخ لوظ کړے وو چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه وى او ستا په تخت باندې به ناست وى.


بادشاه خبر شو چې پېغمبر هلته دے، ناتن لاړو او د بادشاه په مخکښې ټيټ شو او پړمخې پرېوتو.


هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نېکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“


او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې؟“ هغې ورته ووئيل چې، ”زۀ دا غواړم چې ستا په بادشاهۍ کښې دې زما دواړه زامن ستا په څنګ کښې ناست وى، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته.“


عيسىٰ ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې ستاسو دپاره وکړم؟“


کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو.


نو داؤد ورپسې لاړو او آواز يې ورته وکړو، ”بادشاه سلامت.“ ساؤل راوګرځېدو او داؤد د عزت نه زمکې ته ټيټ شو


کله چې ابى‌جيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan