15 نو بتسبع د بادشاه مِلاوېدو له د بادشاه کوټې ته ورغله. هغه ډېر بوډا شوے وو او شونيمى ښځې ابىشاګ د بادشاه خِدمت کولو.
داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.
او ناتن دا هم وفرمائيل، ”چې کله تۀ د داؤد بادشاه سره خبرې کوې، نو زۀ به درشم او ستا ټولې خبرې به رښتيا کړم.“
بتسبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“
هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابىشاګ وو او بادشاه له يې راوستله.