12 کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم.
بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“
داؤد بادشاه له فوراً لاړه شه او تپوس ترې نه وکړه چې، بادشاه سلامت، تا زما سره دا پوخ لوظ نۀ وو کړے څۀ چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه جوړوې؟ نو دا ادونياه ولې بادشاه شو؟“
کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“
څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى.
کله چې بادشاهى په پوره توګه د يهورام په لاس کښې وه، نو هغۀ خپل ټول وروڼه او د اِسرائيل څۀ مشران هم ووژل.
څنګه چې د اخزياه بادشاه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې دا حُکم ورکړو چې د يهوداه د شاهى خاندان مکمل کسان دې ووژلے شى.
خو بغېر د رهنمايۍ نه په يو قوم باندې زوال راځى، خو ډېر مشوره ورکوونکى کاميابى يقينى کوى.
چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى.
د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.
لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى.
يرمياه ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې زۀ تاسو ته رښتيا ووايم، نو تاسو به ما مړ کړئ. او کۀ چرې زۀ تاسو ته نصيحت وکړم، نو تاسو به ما ته غوږ ونۀ نيسئ.“
خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى.
نو پولوس صوبه دار او سپاهيانو ته ووئيل چې، ”کۀ دا سړى په جهاز کښې پاتې نۀ شى نو په تاسو کښې به يو کس هم بچ نۀ شى.“
هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.