Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ناتن د سليمان مور بت‌‌سبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:11
9 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابى‌سلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“


څلورم ادونياه وو چې د هغۀ مور حجيت وه، پينځم سفطياه وو، چې د هغۀ مور ابيطال وه،


خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.


بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بت‌‌سبع له لاړه چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو.“


داؤد بادشاه ټولې غونډې ته وفرمائيل، ”زما زوئ سليمان هغه څوک دے چې خُدائ پاک خوښ کړے دے، خو هغه لا هلک او ناتجربه‌کاره دے. کوم کار چې کېدونکے دے هغه ډېر لوئ دے، ځکه چې دا د انسانانو محل نۀ دے بلکې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan