Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 1:10
8 Iomraidhean Croise  

بيا داؤد خپلې ښځې بت‌‌سبع له تسلى ورکړه. د هغې سره څملاستو او د هغې نه يې يو زوئ پېدا شو. داؤد په هغۀ سليمان نوم کېښودو. مالِک خُدائ د ماشوم سره مينه کوله.


ناتن د سليمان مور بت‌‌سبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے.


هغۀ د ډېرو غوَيانو، ګډو او څربو سخو قربانى پېش کړې ده او هغۀ ستا زامنو، ابياتار اِمام او ستا د لښکر مشر يوآب له د مېلمستيا دعوت ورکړے دے، خو هغۀ ستا زوئ سليمان له دعوت نۀ دے ورکړے.


خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو.


خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو.


بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بت‌‌سبع له لاړه چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو.“


د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan