1 داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.
اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه.
اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو.
بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.
داؤد د دېرشو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
نو بتسبع د بادشاه مِلاوېدو له د بادشاه کوټې ته ورغله. هغه ډېر بوډا شوے وو او شونيمى ښځې ابىشاګ د بادشاه خِدمت کولو.
خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او تا به ګرم ساتى.“
کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.
زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.
هم داسې، کۀ يخنى وى او دوه کسان يو ځائ څملى نو ګرم به شى، خو يو کس به يواځې څنګه ځان ګرم کړى؟
خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.
اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،