8 يعنې روحُ القُدس، اوبۀ او وينه، او د درېو واړو يوه خبره ده.
ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.
ډېرو د هغۀ په خلاف د دروغو ګواهى وکړله خو د هغوئ بيان د يو بل سره سمون نۀ خوړلو.
خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.
خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.
دا د نبيانو د کلام سره هم سمون خورى لکه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې،
دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،
هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو.
نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى.
ځکه چې هغوئ ته دا ناممکنه ده چې بيا توبې ويستلو ته جوړ شى څوک چې يو ځل رڼا ته راغلى وى، او د آسمانى نعمتونو خوند يې اخستے وى، او په روحُ القُدس کښې شريک شوى وى
او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،
مونږ د انسان ګواهى قبلوُو خو د خُدائ پاک ګواهى د انسان په نسبت ډېره ښۀ ده او د خُدائ ګواهى دا ده چې هغۀ د خپل زوئ تصديق وکړو.