3 ځکه چې د خُدائ پاک مينه دا ده چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل وکړو. او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے.
هغه د مالِک خُدائ وفادار وو او هيڅکله يې د هغۀ نافرمانى نۀ وه کړې او هغه ټول حُکمونه يې پوره منل چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى وُو.
ستا کلام ډېر پاک دے نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى
زۀ به په آزادۍ سره ګرځم، ځکه چې ما خپل ځان ستا حُکمونو ته وقف کړے دے.
خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.
د هغۀ لارې برکتى دى، او د هغۀ ټولې لارې پُراَمنه دى.
ما خپل مالِک خُدائ نه دُعا وغوښتله او اقرار مې وکړو، ”اے مالِکه، تۀ لوئ او حېرانونکے خُدائ يې، څوک چې د خپلې مينې وعده د هغوئ سره قائمه ساتى څوک چې تا سره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى.
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.
کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى.
زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.
خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.
ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.
کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو.
او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ.