او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى.
او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.