Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول يوحنا 5:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 ټول بد کارونه ګناه ده خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول يوحنا 5:17
10 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.


هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.


بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.


نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى.


زما ګرانو بچو، د دغو خبرو د ليکلو نه زما مطلب دا دے چې تاسو ګناه ونۀ کړئ، خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.


هر څوک چې ګناه کوى، هغه بې‌شرعې کارونه کوى، ګناه خو بې‌شرعې کارونه کول دى.


کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan