15 او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى.
نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.
د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى.
مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى.
ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.