Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول يوحنا 5:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هر چا سره چې زوئ وى هغۀ سره ژوندون هم وى، او هر چا سره چې د خُدائ پاک زوئ نۀ وى هغۀ سره ژوندون نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول يوحنا 5:12
10 Iomraidhean Croise  

هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.


خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،


دې دپاره چې څوک په هغۀ ايمان ساتى نو هغه به د تل ژوندون ومومى.


څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.


خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،


زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.


ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.


څوک هم چې بې‌لارې شى او د مسيح د تعليم په مطابق ژوند نۀ تېروى، خُدائ پاک د هغۀ سره نشته. خو هر څوک چې د مسيح د تعليم په مطابق ژوند تېروى نو د هغۀ سره پلار او زوئ دواړه شته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan