1 د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى.
شمعون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ مسيح د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې.“
ځکه چې هغه زمونږ د قوم خوږمن دے او هغۀ زمونږ دپاره عبادتخانه هم جوړه کړې ده.“
خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو.
څوک چې ما نه نفرت کوى هغه زما د پلار نه هم نفرت کوى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“
زمونږ په تا ايمان دے او زمونږ په دې ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم.
څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“
هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،
هر څوک چې د خپل ورور يا خور سره مينه کوى، هغه په نُور کښې ژوند تېروى او داسې کس هيچرې د تيندک سبب نۀ جوړيږى.
کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.
کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو، نو د دې نه دا پته لګيږى چې مونږ د مرګ نه ژوند کښې داخل شوى يُو. خو هغه څوک چې مينه په کښې نۀ وى هغه لا تر اوسه د مرګ په حالت کښې دے.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟
خو څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغوئ قصداً ګناه نۀ کوى ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ذات قائم وى، نو هغه ګناه نۀ کوى ځکه چې هغه د خُدائ پاک بچے دے.
نو دغه شان به مونږ په دې پوهه شُو چې کۀ چرې هغوئ سره د خُدائ پاک روح وى نو چې هغوئ دا اِقرار کوى چې عيسىٰ مسيح په انسانى شکل کښې راغلے دے، نو هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے.
خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو.
ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.
مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.
ځکه چې د خُدائ پاک هر يو روحانى بچے په دُنيا غالب شوے دے. او دا هغه کاميابى ده کومه چې د ايمان په وسيله مونږ حاصله کړې ده.
هغه څوک دى چې په دُنيا فتح حاصلوى بغېر د هغوئ نه د چا چې په دې ايمان دے چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.