19 مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.
زۀ تا ته دا وايم چې هغې دومره مينه وکړله ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه بخښلے شوى دى. د چا چې لږ ګناهونه بخښلے شوى وى هغه لږه مينه کوى.“
تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.
خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو.