15 څوک چې دا اِقرار کوى چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے نو خُدائ پاک په هغۀ کښې او هغه په خُدائ پاک کښې اوسى.
هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر هغه څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى نو اِبن آدم به هم د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړى.
څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم.
ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې.
او د خُدائ پلار د جلال دپاره دې هر څوک دا اقرار وکړى چې عيسىٰ مسيح مالِک دے.
هر څوک چې د زوئ نه اِنکار کوى هغۀ سره پلار هم نشته، او هر څوک چې د زوئ اِقرار کوى نو هغۀ سره پلار هم شته.
تاسو چې اول نه څۀ اورېدلى دى، هغه په خپلو زړُونو کښې وساتئ. او څۀ چې تاسو د اول نه اورېدلى دى، کۀ هغه تاسو کښې وى نو تاسو به په خپله هم په زوئ او پلار دواړو کښې پاتې شئ.
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.
هغوئ څوک چې د خُدائ پاک په حُکمونو عمل کوى نو هغوئ په خُدائ پاک کښې اوسيږى او خُدائ پاک په هغوئ کښې اوسيږى. نو بيا به مونږ څۀ پوهه شُو چې هغه په مونږ کښې اوسيږى؟ مونږ د هغه روح په وسيله پرې پوهيږو کوم چې هغۀ مونږ له راکړے دے.
خُدائ پاک هيچا هم ليدلے نۀ دے، کۀ مونږ د يو بل سره مينه کوُو نو خُدائ پاک په مونږ کښې اوسيږى او د هغۀ مينه په مونږ کښې کامله شوې ده.
نو دغه شان به مونږ په دې پوهه شُو چې کۀ چرې هغوئ سره د خُدائ پاک روح وى نو چې هغوئ دا اِقرار کوى چې عيسىٰ مسيح په انسانى شکل کښې راغلے دے، نو هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے.
د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى.
هغه څوک دى چې په دُنيا فتح حاصلوى بغېر د هغوئ نه د چا چې په دې ايمان دے چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.
ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى.