3 او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.
چې څوک صفا خلق وى نو تۀ د هغوئ سره صفا يې، خو تۀ د بدعملو سره سخت يې.
تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“
ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.
او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.
هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.
او بيا يشعياه وائى چې، ”د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه به راځى، يعنې هغه سړے چې په غېريهوديانو به حکومت کولو له راوچت شى، په هغۀ کښې به غېر يهوديان اُميد ساتى.“
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى.
اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو،
نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.
ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،
او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.
او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو.