21 ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.
نو بيا به تاسو د قادر خُدائ سره خوشحاله اوسئ، او د زړۀ نه به هغۀ سره ملاقات کولے شئ.
زۀ به دا دعوىٰ هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زۀ بېګناه يم، ځکه چې ټول عُمر زما ضمير صفا دے.
زۀ به احتياط کوم چې بېداغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.
نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.
زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بېعېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو.
نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.
ګرانو دوستانو، زۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، بلکې دا هغه زوړ حُکم دے چې د شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کوم چې تاسو د مخکښې نه اورېدلے دے.
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.
کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے.
او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو.
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى.