13 زما وروڼو او خوېندو، په دې حېرانېږئ مه چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.
نېکان د بېايمانانو نه نفرت کوى، او بدکاران د نېکانو نه نفرت کوى.
چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.
ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
تاسو به بيا د تنګسيا او د مرګ دپاره حواله شئ او ټول قومونه به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى.
ټول به زما د نوم په وجه تاسو نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
او زما د نوم په وجه به ټول ستاسو نه نفرت کوى.
تاسو بختور يئ کله چې خلق تاسو نه نفرت کوى او د خپل مينځ نه مو شړى او درته سپکې سپورې وائى او د اِبن آدم د مريدى په وجه په تاسو اِلزام لګوى.
نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بېشکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.
زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه.
دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.
چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟
ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.
په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى.
اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.
خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم.