12 مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.
د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو.
او ابىسلوم د امنون سره دومره نفرت کولو چې هغۀ سره يې نورې خبرې هم نۀ کولې ځکه چې د هغۀ د خور تامار سره امنون په زور زنا کړې وه.
بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.
د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.
قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟
د وينو تږى انسانان د نېک انسان نه نفرت کوى او په دې کوشش کښې وى چې صادقان ووژنى.
نېکان د بېايمانانو نه نفرت کوى، او بدکاران د نېکانو نه نفرت کوى.
کله چې يو کس د خُدائ پاک د بادشاهۍ کلام اورى خو پوهيږى پرې نه، نو شېطان راشى او هغه څۀ ترې هم وباسى څۀ چې د هغۀ په زړۀ کښې کَرلے شوى وى، دا هغه څۀ دى څۀ چې په لاره کَرلے شوى وُو.
پټے دا دُنيا ده، ښۀ تخم د بادشاهۍ اولاد دے او جمدر د شېطان اولاد دے.
دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بېګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې مړ کړو.
پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“
تاسو يواځې د ”آو“ په ځائ ”آو،“ او د ”نه“ په ځائ ”نه“ جواب ورکوئ. د دې نه زيات چې دے هغه د اِبليس کار دے.
د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى.
خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“
خو اوس تاسو کوشش کوئ چې ما ووژنئ ځکه چې ما تاسو ته حقيقت ووئيلو چې ما د خُدائ پاک نه اورېدلے وو. اِبراهيم هيڅکله هم داسې نۀ وُو کړى.
تاسو د خپل پلار غوندې کارونه کوئ.“ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مونږ حراميان نۀ يُو، او خُدائ پاک په خپله زمونږ پلار دے.“
داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.
اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو،
د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو.
او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.
هغوئ په دې حېران دى چې تاسو نور د هغوئ سره په هغه خرابه ګندګۍ کښې ملګرتيا نۀ کوئ نو ځکه تاسو ته بدرد وائى.
خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.
په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.
او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.