11 نو دا هغه پېغام دے چې د شروع نه تاسو اورېدلے دے، هغه دا چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.
نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه.
دا زما حُکم دے، چې تاسو د يو بل سره مينه کوئ څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده.
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته.
ګرانو دوستانو، نو چې خُدائ پاک مونږ سره دومره ډېره مينه وکړه نو بيا مونږ ته هم په کار دى چې د يو بل سره مينه وکړُو.
دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.
ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.
اے ګرانې محترمې، زۀ اوس ستا نه تپوس کوم داسې نه چې زۀ درته يو نوے حُکم ليکم، بلکې کوم چې مونږ ته د شروع نه راکړے شوے دے چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.