Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول يوحنا 2:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 کۀ څوک وائى چې، ”زۀ يې پېژنم،“ خو بيا هم د هغۀ په حُکمونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے او په داسې کس کښې رښتيا نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول يوحنا 2:4
13 Iomraidhean Croise  

خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.


ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى.


هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.


کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.


کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى.


کۀ چرې مونږ دا وايو چې بې‌ګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.


کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو.


کۀ څوک دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ په نُور کښې يم،“ او هغه د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى نو هغه اوس هم هغه شان په تيارۀ کښې دے.


څوک هم چې په مسيح کښې اوسى، هغه به ګناه نۀ کوى، خو څوک چې په ګناه کښې لګيا وى، نۀ هغۀ مسيح ليدلے او نۀ يې پېژنى.


خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو.


ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan