22 دروغژن څوک دے؟ هغه څوک چې وائى چې عيسىٰ مسيح نۀ دے، نو دا خردجال دے څوک چې د پلار او زوئ دواړو نه اِنکار کوى.
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بېلارې کړى.
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.
کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى.
زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے. څنګه چې تاسو اورېدلى دى چې خردجال راتلونکے دے، نو اوس ډېر خردجالان راپورته شوى دى، او د دې نه مونږ په دې پوهيږو چې دا آخرى وخت دے.
هر څوک چې د زوئ نه اِنکار کوى هغۀ سره پلار هم نشته، او هر څوک چې د زوئ اِقرار کوى نو هغۀ سره پلار هم شته.
کۀ څوک وائى چې، ”زۀ يې پېژنم،“ خو بيا هم د هغۀ په حُکمونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے او په داسې کس کښې رښتيا نۀ وى.
خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو.
او هر هغه څوک چې د عيسىٰ اِقرار نۀ کوى، نو هغه د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے. نو په داسې کس کښې خردجال روح دے، د کوم په حقله چې تاسو ته وئيلے شوى دى چې هغه راتلونکے دے، خو هغه اوس دُنيا ته راغلے هم دے.
د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى.
ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى.
ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بېدينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.
ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې.