Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول يوحنا 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول يوحنا 1:9
37 Iomraidhean Croise  

د خپل خِدمت کوونکى دُعا او د خپلو بنى اِسرائيلو خلقو دُعا واوره په هغه وخت کښې چې کله هغوئ دې ځائ ته مخ کوى. په آسمان کښې په خپل کور کښې زمونږ سوال اوره او مونږ معاف کوه.


خو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هغوئ د جلاوطنۍ په مُلک کښې توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې هغوئ څومره ګناهګار او بدعمله دى، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره.


مالِکه خُدايه، ما ته وګوره او زما سوال واوره، لکه څنګه چې زۀ ستا د خِدمتګارانو يعنې بنى اِسرائيلو دپاره شپه او ورځ دُعا کوم. زۀ دا اِقرار کوم چې مونږ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. ما او زما پلار نيکۀ ګناه کړې ده.


څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.


نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.


زۀ د خپلو خلقو د زرګونو نسلونو سره نۀ بدلېدونکې مينه کوم او زۀ بدى، بغاوت او ګناه هم معاف کوم. خو زۀ مجرم نۀ معاف کوم خو کۀ څوک جرم وکړى نو زۀ به د هغوئ بچو، نمسو درېم او څلورم نسل له هم سزا ورکوم.“


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بې‌شکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


زۀ به هغوئ د هغه ټولو ګناهونو نه پاک کړم کوم چې هغوئ زما خِلاف کړى دى، او زۀ به د هغوئ هغه سرکشى معاف کړم کومه چې هغوئ زما خلاف کړې ده.


د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بې‌شانه لويه ده.


زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.


هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.


او د يهوديه د ټول مُلک او د يروشلم اوسېدونکى هغۀ له بهر راووتل، هغۀ هغوئ له د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.


خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“


اے صادقه پلاره، دُنيا تا نۀ پېژنى خو زۀ تا پېژنم او دوئ ته پته ده چې تا زۀ رالېږلے يم.


ډېرو کسانو چې ايمان يې راوړے وو، رامخکښې شول او په خپله يې دا اِقرار وکړُو چې هغوئ جادوګرى کوله.


د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.


خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.


او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.


چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.


ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،


دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.


نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.


راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.


هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى.


ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.


خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.


هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan