Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول يوحنا 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول يوحنا 1:10
12 Iomraidhean Croise  

بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟


کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“


اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟


بيا هم تۀ وائې چې، ”ما هيڅ نۀ دى کړى زۀ بې‌ګناه يم، مالِک خُدائ خو ما ته غصه نۀ دے.“ خو زۀ به تا له سخته سزا درکړم ځکه چې تۀ وائې چې، ”زۀ بې‌ګناه يم.“


چا چې د هغۀ ګواهى ومنله نو هغۀ د دې خبرې اِقرار وکړو چې خُدائ پاک رښتينے دے.


د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.


کۀ چرې مونږ دا وايو چې بې‌ګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.


اے بچو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو پلار پېژنئ. اے مشرانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې د ازل نه دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو مضبوط يئ او د خُدائ پاک کلام په تاسو کښې پاتې کيږى او تاسو په هغۀ څوک چې شرير دے غالب شوى يئ.


کۀ څوک وائى چې، ”زۀ يې پېژنم،“ خو بيا هم د هغۀ په حُکمونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے او په داسې کس کښې رښتيا نۀ وى.


خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.


هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده.


د هغه حق د خاطره چې په مونږ کښې اوسيږى او تل تر تله به مونږ سره وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan