9 ځکه چې د موسىٰ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.“ ولې خُدائ پاک د غوَيانو فکر کوى څۀ؟
دا هر څۀ ستا نه طمع کوى چې دوئ ته په خپل وخت سره خوراک ورکړې
صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.
هغه غنم په درمند کښې دومره نۀ غوبل کوى چې خرابتُراب شى، ځکه چې هغۀ ته پته وى چې په ګاډۍ باندې به يې څنګه غوبل کړى چې غله خرابه نۀ شى.
خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“
دا خبرې چې هغه صادق وګڼلے شو يواځې د اِبراهيم دپاره نۀ وې ليکلے شوې،
د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.
خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو ځناور او نۀ هغه مسافر چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ستاسو غلامان به هم هغه شان آرام کوى لکه څنګه چې تاسو کوئ.
ځکه چې د خُدائ پاک کلام فرمائى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ،“ او بل ځائ فرمائى، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“