21 ما د بېشريعته خلقو دپاره ځان بېشريعته جوړ کړو نو چې بېشريعته د مسيح دپاره راولم، اګر کۀ زۀ د خُدائ پاک د شريعت نه آزاد نۀ يم بلکې د مسيح په شريعت يم.
زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.
دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو.
څنګه چې هغوئ د يو ښار نه بل ته تلل نو هغه فرمانونه چې رسولانو او مشرانو پرې په يروشلم کښې فېصله کړې وه، هغه يې ايماندارانو ته اورول چې عمل پرې وکړى.
خو ترڅو چې د ايماندار شوو غېريهوديانو خبره ده مونږ هغوئ ته خط ورلېږلے دے چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ.“
هغوئ ټولو چا چې د موسىٰ د شريعت نه بغېر ګناه کړې وى، نو هغوئ به د شريعت نه بغېر هلاک شى، او هغوئ ټولو چا چې د شريعت د لاندې ګناه کړې وى، هغوئ به د شريعت د لاندې سزا مومى.
هغه غېريهوديان چې د شريعت نه ناخبره وى او په قدرتى توګه هغه څۀ کوى څۀ چې په شريعت کښې وى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ سره شريعت نشته، خو د هغوئ عمل ورته شريعت دے.
زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چا چې زۀ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بچ کړم. نو بيا زۀ خو په خپل عقل سره د خُدائ پاک د شريعت خِدمت کوم خو د ګناه په فطرت کښې زۀ د ګناه د شريعت غلام يم.
نو چې د شريعت صحيح تقاضا په مونږ کښې پوره شى چې بيا د روح په مطابق ژوند تېروو، نه چې د ګناه د فطرت په مطابق.
زۀ ستاسو نه صرف دا پته کول غواړم چې تاسو په شريعت په عمل کولو روحُ القُدس وموندلو يا مو چې څۀ واورېدل په هغې د ايمان راوړلو په وسيله؟
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.