11 کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟
د هغۀ نوکران ورغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، کۀ تا ته پېغمبر فرمائيلى وے چې څۀ غټ کار وکړه، نو تا به نۀ وو کړے څۀ؟ لکه څنګه چې هغۀ درته وفرمائيل نو تۀ خپل ځان ولې نۀ وينځې چې روغ شې؟“
د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.
هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېريهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى.
دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى.
نو بيا کۀ د شېطان خادِمان د صادقانو خادِمانو په شان ځان جوړ کړى نو دا څۀ غټه خبره نۀ ده. خو د هغوئ اَنجام به د هغوئ د کارونو په شان وى.
د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.
زۀ دا خبره د انعام غوښتلو دپاره نۀ کوم بلکې د دې دپاره يې کوم چې ستاسو حساب کِتاب ته فائده ورسى.