10 ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُتخانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟
هغوئ د هرې قربانګاه په خوا کښې په هغه کپړو کښې چې په ضمانت کښې اخستے شوې وى څملى. د خپل خُدائ په کور کښې هغوئ په هغه پېسو مے څښى چې د بېاِنصافۍ د جرمانې په طور اخستلے شوې دى.
ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو
بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.
زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
خو کۀ څوک شک کوى او هغوئ دا وخورى نو هغوئ مجرمان شول، ځکه چې هغوئ په ايمان سره دا عمل نۀ کوى، نو ځکه کوم عمل چې په ايمان سره نۀ وى نو هغه ګناه ده.
د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.
نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.
خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.
خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى.
هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابىمَلِک ته يې کنځل وکړل.