39 د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى.
نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې.
يهوداه بېايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بېاحترامى وکړه.
خو چې د چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زۀ نه، بلکې مالِک حکم ورکوى، چې ښځه دې د خپل خاوند نه نۀ جدا کيږى.
خو کۀ بېايمانه خاوند يا ښځه په خپلو کښې جدا کېدل غواړى نو پرېږدئ چې جدا شى. په داسې حالت کښې ايماندار خاوند يا ښځه د يو بل پابند نۀ دى، ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ.
نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى.