38 نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى.
خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى.
زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ.
خو کۀ چا خپل ځان سره د وادۀ نۀ کولو پخه اراده کړې وى او هغه مجبوره نۀ وى بلکې خپل خواهش ساتلے شى او په زړۀ کښې يې دا وى چې خپله چنغله به بېوادۀ نۀ پرېږدى نو هغه ښۀ کوى.
د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى.
نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى.
په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.