Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 7:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 خو کۀ چا خپل ځان سره د وادۀ نۀ کولو پخه اراده کړې وى او هغه مجبوره نۀ وى بلکې خپل خواهش ساتلے شى او په زړۀ کښې يې دا وى چې خپله چنغله به بې‌وادۀ نۀ پرېږدى نو هغه ښۀ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 7:37
6 Iomraidhean Croise  

خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى.


اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى.


کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده.


نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى.


تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.


چې د خُدائ پاک د هغه رمې شپونتوب کوئ چې خُدائ تاسو له درکړې ده. دا خدمت د مجبورۍ د مخه مۀ کوئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق په خوشحالۍ سره يې کوئ، او د ناجائزې ګټې دپاره نه، بلکې د زړۀ په شوق سره يې کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan