36 کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده.
تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.
نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده.
کۀ چرې يو سړے ستا په قميص دعوىٰ وکړى نو تۀ خپل کوټ هم ورله ورکړه.
زۀ دا ستاسو د فائدې دپاره وايم، نه چې په تاسو څۀ پابندۍ دپاره بلکې څۀ چې ښۀ وى په هغې عمل وکړئ او تاسو د مالِک په خِدمت کښې بېغمه آخته اوسئ.
خو کۀ چا خپل ځان سره د وادۀ نۀ کولو پخه اراده کړې وى او هغه مجبوره نۀ وى بلکې خپل خواهش ساتلے شى او په زړۀ کښې يې دا وى چې خپله چنغله به بېوادۀ نۀ پرېږدى نو هغه ښۀ کوى.
خو کۀ هغوئ خپل ځانونه نۀ شى قابو کولے نو وادۀ دې وکړى ځکه چې وادۀ کول په شهوت کښې د سوزېدو نه ښۀ دى.
خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى.