32 زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بېغمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى.
خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى، هغه صادقان نۀ پرېږدى چې شکست وخورى.
په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى.
خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بېمېوې پاتې شى.
هغه ځکه تښتى چې مزدور دے او د ګډو هيڅ پرواه نۀ کوى.
خو وادۀ شوے سړے د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ کوى چې خپله ښځه به څنګه راضى کړى،
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،
کومه کونډه چې واقعى يواځې وى او د هغې هيڅوک هم نۀ وى، هغه په خُدائ پاک اُميد ساتى او شپه ورځ به په زارۍ او دُعا کښې آخته وى.