Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 7:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 7:29
23 Iomraidhean Croise  

خو برزلى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به نور څومره ژوندے يم، چې زۀ تا سره يروشلم ته لاړ شم؟


نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بې‌فائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟


تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.


هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے.


بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دې وجه درتلے نۀ شم.


خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم.


او ژړېدونکى دې داسې وى لکه چې هغوئ نۀ ژړل، او څوک چې خوشحالى کوى، هغوئ دې داسې وى لکه چې هغوئ خوشحالى نۀ کوى، او اخستونکى دې داسې وى لکه چې مال ورسره نۀ وى،


او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده.


ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى


د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.


دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan